د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د کابل په خاکجبار او بګرامیو ولسوالیو کې د څه باندې ۲۲۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارلې. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د یادو شبکو له جملې څخه دوه شبکې ترمیماتي دي چې د بګرامیو ولسوالۍ په کمریو او د خاکجبار ولسوالۍ په چکري کلیو کې پلې شوې او بله شبکه يې د بګرامیو ولسوالۍ په هجرت مېنه کلي کې نوې جوړه شوې چې په کې د۸۰ متره مکعب په وړتیا د څښاک اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ۴۰ سولر تختو نښلول، د ۲۷۸ شیردانونو نښلول او د ۱۱ زره ۶۵۵ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي. ویل شوي چې د یادو شبکو په عملي کېدو کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.