د دفاع سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر تاکايوشي کورومايا سره کتلي دي. ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې سرپرست وزیر په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا ټینګښت ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په کابل کې د جاپان سفیر هم په دغه کتنه کې د سرتاسري امنیت او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت د کړنو ستاینه کړې او ويلي يې دي، چې جاپان د افغانستان له خلکو سره د روغتیا، کرنې، زده کړو او په نورو برخو کې د همکاریو دوام ته ژمن دی.