بي بي سي پښتو
د امریکا حکومت له خوا د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد تر ټاکل کېدو را وروسته، د افغان سولې په بهیر کې ډراماټیک تېزوالی راغلی دی.
په تېرو څلورو میاشتو کې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ درې رسمي ناستې وشوې. د دغو ناستو وروستۍ غونډه په قطر کې د پلان خلاف شپږ ورځې روانه وه.
تمه دا وه چې کېدی شي دواړې خواوې کوم جوړجاړي ته ورسېږي او د سولې بهیر په لړ کې به ښکاره پرمختګ وشي، خو د تمې خلاف غونډه یوازې په مطبوعاتي بیانیو پای ته ورسېده. مطلب دا چې د سولې بهیر له ډېرو هلو ځلو وروسته هم دا مهال کوم ځانګړی لوری نه لري.
د قطر له وروستۍ ناستې وروسته د سولې د بهیر د بري په صورت کې د موقت حکومت جوړول تر ډېره د ولس او سیاستوالو ترمنځ د بحث لامل ګرځېدلی دی.
ځینې سیاستوال او د هغوی پلویان سوله د موقت حکومت په بدل کې غوره جوړجاړی ګڼي، خو د موقت حکومت طرحې د افغان ولس ترمنځ د نویمې لسیزې په پیل کې د مجاهدینو د تنظیمونو ترمنځ جوړ د موقت حکومت او له هغه وروسته خونړیو کورنیو جګړو غمجنې خاطرې را ژوندۍ کړې دي.
د افغانانو له کورني تاریخ اخوا، په نړیواله کچه هم د موقتو حکومتونو تجربه تر ډېره بریده ناکامه او د کورنیو جګړو لامل ګرځېدلې ده .
په دې لړ کې د بېلګې په توګه د مرکزي افریقا جمهوریت او په سوېلي سوډان کې له خپلواکۍ وروسته ناکام موقت حکومتونه د یادونې وړ دي.
د نظام ړنګول
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر شیرمحمد عباس ستانکزي وروستیو خبرو، چې ګوندې له سولې وروسته به ملي اردو منحل او نوې اردو به جوړه کړي، دا وېره پیدا کړې چې ګوندې یو وار بیا به د افغانستان نظام له منځه یووړل شي.
په اوسني حالت کې د افغانستان حکومت او امریکا د سولې د بهیر په اړه سره یوه خوله نه دي. همدا راز د افغانستان حکومت او سیاستوال هم په دوو جلا کرښو کې ولاړ دي.
بل لور ته سیمه ییز لوبغاړي لکه روسیه او پاکستان د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره منډې ترړې وهي.
په دغه لړ کې د ده سلاکاران هر یو حنیف اتمر او اکرم خپلواک هغه کسان وو چې د سولې په برخه کې یې د افغان حکومت چارې په تېرو څلورو کلونو کې تنظیم کړې وې.
دغه وضعیت ته په کتو، په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې راتګ له ننګونو سره مخ دی.
د افغانستان حکومت د ۲۰۱۸ ز کال په لومړیو کې د سولې لپاره زړور ګامونه پورته کړل چې له کبله یې طالبان تر خورا ډېر فشار لاندې راغلل.
خو وروستیو کړنو د حکومت د نېک نیت په اړه شکونه پیدا کړي. د بېلګې په توګه، افغان ولسمشر تېر کال د فبرورۍ په میاشت کې په کابل کنفرانس کې د بې قید او شرطه مذاکراتو وړاندیز وکړ، خو بیا یې په نومبر کې په جنیوا کنفرانس کې د سولې نوې نقشه چې خورا ډېرو وضاحتونو ته پکې اړتیا وه، وړاندې کړه.
همدا راز، د سولې د شورا په شتون کې د یوې خورا کمزورې مذاکراتي ډلې او د سولې د مشورتي بورډ د جوړېدو اعلانول، هغه ګامونه وو چې د سولې ټول بهیر یې له یو څه ګډوډۍ سره مخ کړ.
د یادونې وړ ده چې افغان ولسمشر د خپل ټیم ځینې هغه تکړه غړي هم د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې له لاسه ورکړل، چې د سولې په څېر حساسو مسایلو کې یې شتون حکومت ته ډېر مهم و.
دوه صفونه
په دغه لړ کې د ده سلاکاران هر یو حنیف اتمر او اکرم خپلواک هغه کسان وو چې د سولې په برخه کې یې د افغان حکومت چارې په تېرو څلورو کلونو کې تنظیم کړې وې.
بلخوا د ولسمشر او د هېواد د ځینو سیاسي څېرو ترمنځ واټن چې له پخوا موجود و، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې لا پسې پراخ شوی دی.
له همدې کبله دا مهال د سولې د بحث په لړ کې حکومت په یو صف او له حکومته د باندې سیاستوال بل صف کې لیدل کېږي.
طالبان باید په مذاکراتو کې د حکومت ګټلو پرځای د خپلې مبارزې موخې چې له هېواده د بهرنیو پوځیانو ایستل دي، لومړیتوب وګرځوي.
د سیاستوالو وېش د افغان حکومت او سولې د بهیر لپاره ننګونه ده، خو د سولې د راتلونکو پړاوونو په اړه د دغو ډلو دریځونه هم د اندېښنې وړ دي چې د موقت حکومت ملاتړ یې په سر کې دی.
د سیاسي څېرو خپلسرو کړنو په لړ کې روانه اونۍ ځینې سیاسي مشران مسکو ته د بینالافغاني مذاکراتو تر عنوان لاندې د طالبانو او له بهره ورغلیو افغانانو سره ناسته لري.
په داسې یوه غونډه کې چې د افغانستان د حکومت رسمي استازي پکې حضور نه لري، د سیاسي نخبه ګانو ګډون د طالبانو هغه هڅه بریالۍ کوي چې غواړي د افغانستان نظام او حکومت حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي او یا یې هم له بهیر څخه د باندې کړي.
دا ډول ناستې به هغه نظام چې د دفاع او پیاوړتیا لپاره یې افغانانو خورا ډېر تاوان ګاللی، له سختو ننګونو سره مخ کړي.
بلخوا به دا ډول ناستې د عباس ستانکزي هغه طرحه هم پیاوړې کړي چې د افغان ملي پوځ د منحل کېدو په اړه یې په خپله وروستۍ مرکه کې یاده کړې وه.
که څه هم په کابل کې د روسیې سفارت اعلان کړی چې دا غونډه په مسکو کې مېشتو افغان کډوالو جوړه کړې او د روسیې حکومت کوم رول پکې نه لري، خو دا یوه مالومه خبره ده چې د روسیې په څېر هېواد کې دا ډول غونډې د حکومتونو له ملاتړ پرته شونې نه دي.
داسې مهال چې د افغانستان د سولې بهیر تر بل هر وخت ډېر حساس پړاو کې دی، اړینه ده چې افغان حکومت، سیاستوال او طالبان مسوولانه چلند وکړي.
حکومت چې دا اوس له سیاستوالو سره په یو ډول سړه جګړه کې ښکېل دی، د هېواد په کچه د ستر مسوول په توګه باید خپل د ولسمشرۍ ټاکنیز سیاست د سولې له سیاست څخه را بېل کړي او د سیاسي اجماع لپاره جدي کار وکړي.
د افغانستان حکومت د ۲۰۱۸ ز کال په لومړیو کې د سولې لپاره زړور ګامونه پورته کړل چې له کبله یې طالبان تر خورا ډېر فشار لاندې راغلل.
سیاستوال دې هم له حکومت سره د مخالفت پر ځای د حالاتو حساسیت درک کړي او د سولې په چارو کې دې نظام اصل وګرځوي.
همدا راز، طالبان باید په مذاکراتو کې د حکومت ګټلو پر ځای، د خپلې مبارزې موخې چې له هېواده د بهرنیو پوځیانو ایستل وو، لومړیتوب وګرځوي.
که داسې یې وکړل، نو ښایي ولس یوه ورځ حکومت دوی ته د سیاسي مبارزې په بدل کې ورکړي.
که په افغان کشاله کې د ښکېلو خواوو مشرتابه، خپلې موخې سره همغږې نه کړي او د شخصي ګټو پرځای ملي ګټې لومړۍ نه کړي، نو وېره ده چې افغانستان د نویمې لسیزې کورنۍ جګړې یو وار بیا وویني، خو توپیر به یې دا وي چې دا ځل ښایي د جګړې اور دومره تود وي چې ښايي ان د افغانستان وجود ته خطر پېښ کړي.
افغان ولس د سولې غوښتونکی دی، خو د یوې داسې سولې چې ثبات یې تضمین وي، د افغانستان راتلونکی برخلیک پکې روښانه وي، نه دا چې د تېرو تجربو په څېر موقت جوړجاړی وشي.