د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې د تېر کال پرتله سږکال ایران ته د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی راغلی دی. د یاد وزارت د مسوولینو په خبره د روان کال له پیله د چنګاښ میاشتې تر لسمې نېټې ایران ته د افغانستان صادرات څه باندې ۱۶ میلیونه ډالره او واردات ۷۴۰ میلیونه ډالره وو. دغه راز ایراني رسنیو هم د روان لمریز کال په لومړیو درېيو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غیر نفتي توکو په صادراتو کې د ۱۲۳ میلیونه ډالرو د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د کانونو او صنایعو خونې چارواکي بیا په افغانستان کې پر تولیدي توکو د تعرفې پر لوړېدو ټینګار کوي او وايي، د هېواد تولیداتو ته د نورو هېوادونو په بازارونو کې د بازارموندنې لپاره باید ډېر کار وشي.