د کندهار ځایي چارواکي وایي، چې د یاد ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند جوړولو چارې پيل شوې دي. د مالوماتو له مخې داوبو دغه کوچنی بند دیاد ولایت د تخته پل ولسوالۍ اړوند په بیانزو سیمه کې د ملګرو ملتونو د انکشافي ادارې په مالي ملاتړ جوړېږي. د مسوولینو په خبره دغه بند د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۵ مترو په سور سره جوړېږي، چې د یو میلیون متره مکعبه اوبو د زیرمه کولو وړتیا به ولري. د یادولو وړ ده، چې د دې سیمې اوسېدونکي د یاد بند په جوړولو خوښي څرګندوي او دغه راز له حکومت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کوي.