د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندلو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پر مخ تللي. بلخ ولایت کې د قوش تېپې کانال ساحوي مسوول سید ذبیح الله امیري ویلي، چې د دویم فاز د کېندلو چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي او د روان کال تر پایه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ملي پراختیا شرکت د مسوولینو په خبره دامهال د قوش تېپې کانال پر دویم فاز سربېره د کانال لومړي فاز اړوند د سربند جوړولو کارونه هم په چټکۍ سره روان دي او تر دې مهاله یې ۵۳ سلنه چارې سر ته رسېدلي دي.