د افغانستان – ایران د سوداګرۍ، صنایعو او کرنې ګډه خونه وایي، افغان سوداګرو ایران کې د درې میلیارده ډالر پانګونه کړې ده. ایراني رسنیو د دغې ګډې خونې د رییس په حواله راپور ورکړی چې ایران کې ۵۰ سلنه ثبت شوي شرکتونه د افغانانو دي. د افغانستان-ایران د سوداګرۍ، کرنې او صنایعو د ګډې خونې رییس دغه راز ویلي، هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخه کړي. خو د اقتصاد وزارت بهر کې له افغان پانګوالو غواړي څو خپلې پانګې هېواد ته را ولېږدوي. تر دې وړاندې د سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي و چې افغان سوداګرو ترکیې، متحده عربي اماراتو او پاکستان کې څه د پاسه ۱۵۰ میلیارده ډالر پانګونه کړې ده.