د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، د صادراتي محصولاتو د پروسس د شپږ زونونو جوړولو ته په اشارې ویلي، دا مهال له ۱۳ ولایتونو بهر ته صادرات کیږي. نوموړي ویلي، چې د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاو د رامنځته کولو او د سوداګریزو تعرفو د ښو کولو په موخه له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې کوي. د هغه په خبره، سرپرست حکومت د صادراتو د کیفیت ښه کېدو په موخه د هېواد د بندرونو معیاري کولو په اړه له یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره خبرې کوي. ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او توازن په موخه د پنځه کلن پلان د عملي کېدو خبر ورکړ.