د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی. د دغه وزارت چارواکو موسمي اورښتونه او بزګرانو ته د کرنې وزارت له لوري، د اصلاح شویو تخمونو وېش په هېواد کې د غنمو حاصلاتو د زیاتوالي لامل بللی دی. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند وايي، د روان کال له پيل تر اوسه ۱۳ سلنه د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی. له بلې خوا یو شمېر بزګران سره له دې چې په روان کال کې د غنمو حاصلاتو له زیاتوالي خوښي څرګندوي خو له کرنې وزارت څخه غواړي، چې له بزګرانو زیات ملاتړ وکړي.