د سرپرست حکومت اداري مرستیال د افغانستان بین المللي بانک (اې ای بي) له رئیس ابراهیم محب سره کتلي دي. محب په دغه کتنه کې د ياد بانک د خدمتونو، فعالیتونو او برنامو په اړه د سرپرست حکومت اداري مرستيال سره په دې کتنه کې ویلي، چې هېوادوالو ته د بانکي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د دې بانک فعالیتونه په عادي ډول دوام لري او مسوولین یې په پام کې لري، چې د بانکدارۍ د برنامو سربېره د روغتیا، ساختماني موادو د تولید او هوټلدارۍ په برخو کې هم پانګونه وکړي. د سرپرست حکومت اداري مرستيال په دغه کتنه کې د بانکونو په ځانګړي ډول خصوصي بانکونو رول د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره مهم بللی او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت له خصوصي سکتور څخه کلک ملاتړ کوي او هر ډول لازمې اسانتیاوې هم ورته برابروي.