په بلخ کې یو شمېر هغو کروندګرو، چې د کوکنارو په کرکېلې له بندیز را وروسته د لمرګلي کرلو ته یې مخه کړې ده وايي، چې لمرګلی د کوکنارو ښه بدیل کېدلی شي، ځکه ددغې کښت په کرلو لږ مصرف کېږي خو ګټه یې بیا زیاته ده. په بلخ کې د غوړیو شرکتونو مسوولین وايي، د لمر ګلي غوړیو کیفیت ساری نه لري. دوی وايي که چېرې په هېواد کې د لمر ګلي کرکېله وده وکړي، نو اړتیا به نه وي چې له بهره یې راوارد کړي. د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر ۵۰۰ هکټاره ځمکه لمرګلي کرل شوي چې د تېر کال پر پرتله دوه برابره ډېروالی ښیي.