د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) وایي، چې دوی په افغانستان کې یوازې د یو میلیون کسانو ملاتړ کولای شي او ۱۱ میلیونو نورو اړمنو ته د بودیجې د کمښت له امله مرستې نه شي رسولی. یاد سازمان وایي، چې ۱.۴ میلیونه مېندې او ماشومان به نور د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي تغذیه شوي خواړه ترلاسه نه شي کړی، په داسې حال کې، چې په دغه هیواد کې د خوارځواکۍ کچه لاهم پورته ده. د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې اقلیمي ناورین پر ټول هېواد ناوړه اغېز کړی دی. یاد سازمان ویلي چې ۶۱۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري؛ تر څو د ۲۰۲۴ کال تر ډسمبر پورې خپل ټول پروګرامونه وساتي داسې چې په خبره یې، راتلونکي ژمي ته تیار خواړه هم چمتو کړي.