د پنجشېر ولایت په پریان، درې، لومړۍ برخې او ابشار ولسوالیو کې سږکال د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ د کرنې په برخه کې د ۳۴۵ زره ۷۹۵ ډالرو په لګښت یو شمېر پروژې پلي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. په یادو پروژو کې بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شويوتخمونو، یوریا کیمیاوي سرو وېش، بزګرانو ته د کرنې په برخه کې پوهاوی ورکول، د میوه لرونکو بڼونوجوړول او د کار په بدل کې د پیسو د ورکړې پروژې شاملې دي. د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د پنجشېر په نورو ولسوالیو کې هم د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ورته پروژې پلې شوې دي.