د میدان وردګو ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د لومړي ځل لپاره د یاد ولایت ګېلاس او زردالو هند ته صادل شول. د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد ادریس حنیف ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د شخصي شرکتونو په مرسته د یاد ولایت ګېلاس او زردالو هند هېواد ته صادر شول. نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکي کې پلان لري د هوایي دهلېزونو په مرسته عربي هېوادونو ته د تازه میوو صادرات پیل کړي تر څو د تازه میوو په بازار موندنه کې اغیزمن تمام شي.