د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې ۳ ښوونځيو ته د ودانیو د جوړېدو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د پوهنې رییس محمد طاهر جواد ویلي چې د یاد ولایت په دولت آباد او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې د نږدې ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۳ ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوي او په ۶ میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. هغه ویلي چې د یادو ښوونځيو په جوړېدو سره به ۳۰۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شي. نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال په یاد ولایت کې ۱۵۵ ښوونځي ودانۍ نه لري او تر۸۲ زرو څخه زیات زده کوونکي په پرانیستې فضا کې د ونو سیوري لاندې او یا هم په کرایي کورونو کې په زده کړو بوخت دي.