د پاسپورټ لوی رییس په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې سبا چهارشنبه په کابل کې د پاسپورټ درې نوې څانګې په رسمي توګه پرانیستل کېږي. د نوموړي په وینا؛ په مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش ظرفیت په ورځني ډول ۱۲ زره ته لوړ شوی، چې دا د پاسپورټ ریاست په تاریخ کې تر ټولو لوړ رقم دی. د هغه په خبره تېر کال کې څه باندې ۲میلیونه هېوادوالو ته پاسپورټونه وېشل شوي دي. نوموړي زیاته کړې؛ په انلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره کار شوی او اوسمهال هر ورځ په کابل کې په انلاین بڼه د پاسپورټ ۲۰ زره غوښتونکو ته نوبتونه ورکول کېږي او په چټکۍ سره یې کارونه ترسره کیږي.