د پکتیا ولایت ځایي چاواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو ۲ شبکې جوړېږي، چې نژدې ۳۰۰ کورنیو ته به د څښاک اوبه برابرې کړي. د مالوماتو له مخې دغه شبکې د پکتیا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. په دې پروژه کې د ۲ ژورو څاه ګانو کېندل او د اوبو د دوه لویو زېرمو جوړول شامل دي. د یادولو وړ ده، چې د یادو شبکو په جوړېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.