د هرات ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ډوډۍ بیه له ۱۰ افغانیو څخه ۸ افغانیو ته را ټیټه شوې ده. د هرات د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د هرات نانوایيګانو ته نوې نرخنامې ورکړل شوې دي چې له مخې به یې، د یوې ډوډۍ بیه چې ۲۶۰ ګرامه وزن لري، له ۱۰ افغانیو څخه ۸ افغانیو ته را ټیټه شوې ده. د یاد ولایت ځایي چارواکو په دې ټینګار کړی، چې نانواييګانې باید د اوړو تللو پر مهال نه یوازې د هغو پاکوالي ته پام وکړي، بلکې برښنايي تلې دې وکاروي.