د افغانستان بانک سرپرست رییس په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یونما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په کتنه کې د مالي خدمتونو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي. د افغانستان بانک سرپرست رییس د اسلامي بانکوالۍ پراختیا د اوسني عصر اړتیا بللې او په دې برخه کې یې د اسلامي بانکوالۍ د مخکښو هېوادونو او موسساتو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان بانک ژمن دی چې دې برخې ته پراختیا ورکړي او په هېواد کې پر شرعي اصولو د ولاړو مالي او بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي. ورته مهال مېرمن روزا اوتونبایوا هم د مالي خدمتونو د پراختیا، اسلامي بانکوالۍ له مخکښو بنسټونو سره د اړیکو رامنځته کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او دا برخه یې د افغانستان د خلکو لپاره د ارزښتمنه بللې ده.