د زابل ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېرو ۳ میاشتو کې یې نږدې ۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وایي، چې په یاد ولایت کې یې د ۲ مرکزونو له لارې ۵۰۰۰ تنو ته برېښنایي او کاغذي پېژند پاڼې وېشلي، چې له همدې درکه یې ۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د حکومت خزانې ته یې سپارلي دي. د مسوولینو په خبره، د برېښنایي پېژند پاڼو د وېش په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره په نورو ولسوالیو کې هم د مرکزونو د پرانیستلو پلان لري.