د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، چې د لمریزې برېښنا د تولید ۳ پروژو تړونونه لاسلیک شوي دي. دا تړونونه نن کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت او عوفي بهرام شرکت ترمنځ د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي. د اوبو او انرژۍ وزیر د دې تړونونو د لاسلیک پرمهال ویلي، چې دغه پروژې به په فراه، روزګان او پکتیکا ولایتونو کې پلي کېږي، د مالوماتو له مخې د اوبو او برېښنا وزیر ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به کابل کې هم د ۱۰۰میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه پلي کړي.