د ترکیې د سوداګرو پلاوي، د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره په کتنه کې؛ د یاد وزارت په پروژو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. په دې کتنه کې، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، یادو سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید لپاره پوره وړتیا شته او اوسمهال په هېواد کې تر هر وخت ښه د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده. هغه څرګنده کړې چې د اوبو او انرژۍ وزارت، د اوبو او انرژۍ په برخه کې د هر راز پانګونې هرکلی کوي او له پانګه والو سره به پوره همکاري وکړي. ترکي سوداګرو هم افغانستان، ته د خپل راتګ موخه، له دغه هېواد سره د سوداګري اړیکو پراختیا بللې او د اوبو او انرژۍ په برخه کې یې پر پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.