د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ننګرهار ولایت ته یې د سېلاب ځپلو لاسنیوي لپاره مرستې استولې دي. د ایراني چارواکو په خبره په کابل او ننګرهار کې یې همکارانو د شته سیمهییزو امکاناتو په لرلو توپان او سېلاب ځپلو خلکو ته لومړنۍ مرستې رسولې دي.څو ورځې وړاندې د هېواد ځینې ولایتونه په ځانګړې توګه ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، کونړ او لغمان کې مرګونې سېلابونه راوتلي وو. د تېرې اوونې پر پنجشنبې د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجاریک ویلي و چې نړیوالې مرستندویه ادارې د افغانستان ختیځ کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو رسولو په موخه د همغږۍ په حال کې دي.