د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې یې له پاکستانه راستانه شوي ۹۸ زره افغان کډوالو سره نغدي مرستې کړې دي. دغه سازمان پرون ویلي، چې په کابل، کندهار او جلال اباد ولایتونو کې له راستنېدونکو کورنیو سره ۷۰۰ ډالره او د مجردانو لپاره ۳۵۰ ډالره وویشل شول. د دغه سازمان د شمېرو له مخې، د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د راستنېدو او اخراج لړۍ په پرله پسې ډول مخ په زیاتېدو ده او د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰مې پورې نږدې ۶۵۱ زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.