د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چارواکي وایي، چې په تېرو ۲ کلونو کې په جوزجان ولایت کې ۲۷ مخابراتي سایټونه فعال شوي دي. د مالوماتو له مخې داسې اټکل کېږي، چې ۱۱ نور سایټونه هم په دغه ولایت کې فعاله شي. د یاد ولایت ځایي، چارواکي وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له شته امکاناتو څخه په استفادې سره، په هېواد کې د ټکنالوجۍ او مخابراتو د ودې او پرمختګ په لاره کې چټک ګامونه پورته کوي. په جوزجان ولایت کې یاد شمېر مخابراتي سایټونه په داسې حال کې جوړېږي، چې لا هم په د دې ولایت د ولسوالیو اوسېدونکي له مخابراتي خدماتو سرټکوي.