مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یې پر یو شمېر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده. د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت ویلي، دا پرېکړه یې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه او د سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودې اصل ته په کتو کړې ده. پر هغو توکو چې مالیې وزارت تازه تعرفه لوړه کړې، اش او مکروني، د کچالو چپس، تعمیراتي رنګ، نیمه پروسس شوي بوتلونه، کاغذي دستمال، کارتن، پیزار، د اوبو کولر، خاورین لوښي، د درملو خام مواد او د التونسا پوډر شامل دي چې له ۵ څخه تر ۲۰ سلنې پورې پرې ګمرکي تعرفه لوړه شوې. د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د تعرفې کمېټې دویمه ناسته کې همداراز په سوداګریزو چارو کې د اسانتیا په موخه د یو شمېر توکو لپاره د تعرفې ملي کوډونو پر جوړېدو هم هوکړه شوې.