د غزنې د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي. د کرنې ریاست مسوولین وايي، پر وخت بارانونه او له بزګرانو سره د کرنې په برخه کې همکاري د غنمو د حاصلاتو زیاتوالي لامل شوی. بلخوا د غزني یو شمېر بزګران خوښ دي، وايي سږ کال یې د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی لېدل کېږي. د غزني ډیری اوسېدونکي د ژوند اړتیاوې له کرنې او مالدارۍ پوره کوي.