د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې سږ کال د زردالو حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالروف سعید ویلي، چې اوسمهال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۱۷۶.۶ هکتاره ځمکه د زردالو بڼونه شتون لري، چې ترې ۳۹ زره ۷۳۵ ټنه حاصلات ترلاسه شوي؛ په داسې حال کې چې تېر کال په دې ولایت کې له ۱۷۲ هکتاره بڼونو څخه ۳۸۷۰ ټنه د زردالو حاصلات راټول شوي وو. هغه زیاته کړې، چې د سږ کال حاصلاتو اساسي لامل زیات اورښتونو و، چې نه یوازې د زردالو بلکې د غنمو په حاصلاتو کې یې هم ډېروالی راوستی دی.