د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی ، چې په بامیان کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېستل شوی دی. د مالو ماتو دغه نندار تون پرون د روانې زمري میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوی دی. د مسوولینو په خبره، په دغه نندارتون کې ۱۷۰ غرفې اېښودل شوي چې ۱۰۰ هغه یې ښځو ته ځانګړې شوې دي. ویل کېږي چې دا نندارتون به پنځه ورځې دوام وکړي. د دغه نندارتون د جوړولو موخه کورنیو محصولاتو او تولیداتو ته وده او بازارموندنه، د ملي صنعت پراخول، له کورنیو تولیداتو څخه د کارونې په تړاو د خلکو خبرول او هڅول، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د سوداګرۍ انګېزې ډېرول، د کورنیو تولیداتو او د هېواد اقتصادي وده او پراختیا او د نندارتونونو او سوداګریزو غونډو جوړولو کلتور دودول ښودل شوې ده.