پنجشیر کې ۲ زره ٣٤ قيراطه زمرد په ١٣١ زره او ٣٠٠ امريکايي ډالرو د یوې بولۍ په لړ کې وپلورل شول. د پنجشېر د والي وياند سيف الدين لټون وايي، دا زمرد په دې وروستيو کې د دغه ولايت له کانونو را ایستل شوي، چې د کانونو د څارنې کمېټې په حضور کې په کورنیو سوداګرو وپلورل شول. د پنجشېر د والي د وياند په وينا، د زمردو له پلوره د ترلاسه شویو پیسو لس سلنه به یې د حکومت لګښتونو ته ځانګړې کیږي.