په کندهار کې د برېښنايي توکو د تولید یوېکارخونې په فعالیت پیل وکړ. پر یادې کارخانې درې سوه زره امریکايي ډالر پانګونه شوې چې مهم تولیدات یې فیوز بکسونه، میټر بکسونه، مولید، بېټرۍ ترمینالونه او نور برېښنايي وسایل پکې تولیديږي. د دغې کارخونې مسوولین وايي، اوسمهال په یوه کاري ورځ کې تر ۵۰۰ پورې برېښنايي توکي تولیدوي. د یادې کارخونې مسوولین وايي، تولیدات یې د بهرنیو توکو په پرتله ښه دي او غواړي افغان مارکېټ له هغوی ونیسي. د دغې کارخونې کاریګر هم خوښ دي، چې په کور دننه په خوندي چاپریال کې کار کوي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، دا ډول کارخونې کولی شي، د افغانستان پر اقتصاد پوره اغېز وکړي او بازار تود وساتي. د معلوماتو له مخې په کندهار کې شاوخوا ۲۰۰ تولیدي کارخونې فعالیت لري، چې بېلابېل توکي بازار ته وړاندې کوي.