د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر اسحاق دار له خپل ترکمنستاني سیال سره د افغانستان او ټاپي پروژې په اړه خبرې اترې کړې دي. د مالوماتو له مخې اسحاق دار د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په دې کتنه کې د ټاپي پروژې په ګډون د اقتصادي او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ پر ودې هم ټينګار کړی دی. په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې داوړو لوریو ژمنه کړې چې د سیاسي، اقتصادي او دفاعي برخو په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو د لاپراخولو او ژورولو لپاره ګډې هڅې ګړندۍ کړي. په ۲۰۱۸ کال کې د ټاپي پروژې عملي کار له هراته پېل شو؛ خو څه موده وروسته یې چارې د امنیتي ګواښونو لامله وځنډېدې. تر اوسه سرپرست حکومت او ترکمنستان نه دي ویلي، چې د ټاپي پروژې عملي چارې به کله پېل شي.