د کار ملي کنفرانس د دویمې ورځې پر مهال د کار او ټولنیزو، کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو او د دولتي شرکتونو د انسجام ادارې ترمنځ د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه یو شمېر هوکړې هم لاسلیک شوې. همداراز دې غونډه کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د کرنې په برخه کې د څه د پاسه ۵۹۳ زره کسانو ته د کار زمینې برابرولو په موخه پنځه کلن تفاهم لیک هم لاسلیک شو.