د مسعینک قرار دادي کمپنۍ رییس شانګ د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د مسعینک کان د استخراج عملي چارو د پیل په مراسمو کې ویلي، چې د یاد کان د استخراج چارو د پپل په برخه کې لویه ستونزه د بشپړ امنیت تامین و، چې اوس دغه ستونزه حل شوې. نوموړي ویلي، د امنیت په ټینګښت سره به اوس د دغه کان د استخراج چارې په ښه او معیاري ډول مخې ته لاړې شي. دې غونډې ته د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د مس عینک کان استخراج د کاري فرصتونو په برخه کې د هیوادوالو لپاره ګټور بللی او ډاډ یې ورکړی، چې د دې کان د استخراج ټولې چارې به د کانونو او پټرولیم وزارت له لایحې او معیار سره سم پرمخ لاړې شي.