د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، نن د کار ملي کنفرانس په دویمه ورځ ویلي چې سرپرست حکومت د هېواد ملي ګټو او متقابل احترام په پام کې نیولو سره، د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته چمتو دی او پر هغوی یې غږ کړی، هغه ظالمانه بانکي تحریمونه چې ګڼ شمېر اقتصادي ستونزې یې زیږولې او د بېکارۍ کچه یې لوړه کړې؛ لرې کړي او له سرپرست حکومت سره مثبت تعامل ته رامخکې شي. د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ اقتصادي مرستیال زیاته کړې چې د سرپرست حکومت د یوه مسوول نظام په توګه دا خپل مسوولیت ګڼي چې هېوادوالو ته په وخت او ښه ډول خدمات وړاندې کړي. هغه دغه راز ویلي چې سرپرست حکومت د خلکو ستونزې او اندېښنې له پامه نه دي غورځولې، بلکې ټول مسوولین هڅه کوي چې هېوادوالو ته د نورو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ، کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.