د کابل ښاروالۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د درېیمې او شپږمې ناحیې اړوند له پل سوخته څخه تر پل سرخ پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست مسوولین وایي، دا سړک ۹۱۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لری، د جوړېدو چارې به یې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د یاد سړک په اوږدو کې د ډیزاین له مخې په دوه لینونو کې د ۳۰ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره د یوه پله د جوړولو لومړنۍ چارې هم پیل شوې دي.