د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای او ایم) ویلي، چې افغانستان د هغو ۱۰ هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله ډېر اغېزمن شوی دی. د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې، افغانستان په سوېلي اسیا کې د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د وروستیو کلونو وچکالۍ له امله یې ډېر زیان لیدلی دی. یاد سازمان پرون پر اېکس پاڼه لیکلي چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې یې د اوبو کنټرولو بند جوړ کړی دی. د دې سازمان په خبره، دا بند به د سېلابونو ګواښ په کمولو، ۹۰۰ کورنیو د ساتنې او کروندګرو لپاره د اوبو زېرمه کولو په برخه کې مرسته وکړي. د مالوماتو له مخې په دې پروژه کې د سیمې ۶۹ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.