د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي،کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د لېږد پروژې په عملي کېدو سره به په دغه ولایت کې ۲ میلیونه کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شي. د چارواکو په خبره کابل ته د پنجشېر سیند د اوبو د را لېږد پروژې سروې بشپړه شوې او د سرپرست حکومت د مشر له پرېکړې وروسته به د دغې سترې پروژې عملي چارې پیل شي. دغه پروژه د پنجشېر له مرکز بازارک څخه د کابل تر تره خېلو پورې۲۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ۱۷۰ میلیونه ډالرو په لګښت به د سرپرست حکومت لخوا پلې شي. د سرچنې د مالوماتو له مخې یاده پروژه به د درېیو کلونو په موده کې بشپړه او د اوبو په برخه کې به د کابل ښار د ۲ میلیونه اوسېدونکو ستونزه حل شي.