د هلمند ولایت دکرنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه او ګڼو ولسوالیو کې د کبانو نسل زیاتېدو لپاره په عمومي او فرعي کانالونو کې د اصلاح شویو کبانو ۳۰زره بچي اچول شوي دي. د مسوولینو په خبره، د کبانو دغه واړه بچي به په طبیعي ډول په یادو کانالونو کي خپل ودې او پایښت ته پرېښودل شي، په دې سره به تر یو برېده به د طبیعي کبانو د نسل ورکېدو مخه هم ونیول شي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د طبیعي کبانو پر ښکار بندیز لګولی دی.