له یو خصوصي شرکت سره د هېواد په ۱۲ ګمرکونو کې د ۱۱۳ میلیونه او ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د سکنرونو د نصبولو پروژې تړون لاسلیک شو. د مسوولینو په خبره د یادې پروژې چارې به د دوه کلونو په موده کې بشپړې او په مستقیم او غیرې مستقیم ډول به پهکې دوه زره کسانو ته د کار زمېنه برابره شي. د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رییس احمد ضیاء خالد د یاد تړون د لاسلیکولو مراسمو کې ویلي؛ دغه سکنرونه د امنیت د لاټينګښت په موخه د هېواد په ګمرکونو کې نصب کیږي. د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر د دې سکنرو د تړون لاسلیک پر مهال ویلي، د دې سکنرونو په لګولو سره به هېواد کې ټول صادراتي او وارداتي توکي کنټرول شي.