د سرپل ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د ښوونځي دغه ودانۍ په مرکز کې د یونیسف په مالي ملاتړ جوړه شوې، چې ۶ تدریسي او ۳ اداري خونې لري. د یادولو وړ ده، چې په یاد ولایت کې ۴۱۱ بابه ښوونځي شتون لري، په داسې حال کې چې له دې جملې یې ۱۰۰ ښوونځي بیا رغولو ته اړتیا لري.