د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې افغانستان کې یې په تېرو ۹ میاشتو کې یې له ۳۷ زره اړمنوکورنیو سره د بېړنیو خوراکي توکو مرسته کړې ده. یاد سازمان ویلي، چې د افغانستان وجهي صندوق د دغو مرستو ۳.۲ میلیون ډالره لګښت ورکړی دی. په راپور کې راغلي چې دا پیسې د اسلامي پراختیايي بانک او د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له خوا چمتو شوې دي. د مالوماتو له مخې پر اړمنو نږدې څلور زره متریک ټنه خواړه چې پکې اوړه، نخود، نباتي غوړي او مالګه راځي، وېشل شوې دي.