ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د ترکمنستان هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له رییس ازاد اتامرادوف او مل پلاوي سره په کابل کې کتلي دي. په دې لیدنه کې د دوه اړخيزو ريلي همکاريو د لا پراختيا په موخه په اړه بحث او خبرې کړې دي. دغه راز د تورغونډۍ سټېشن پراخوالي، د تورغونډۍ -هرات اوسپنیزې کرښې د امتداد، چې لومړۍ برخه یې تر صنوبره پورې ۲۲ کیلومتره اوږد والی لري؛ خبرې اتري شوي. د ترکمنستان هېواد پلاوي په دغه ناسته کې په افغانستان کې د اوسپنیزې کرښې په برخه کې، پانګونې ته لیوالتیا ښودلې او ویلي يي دي، دوی د تورغونډۍ سټېشن د پراختيا او د تورغونډۍ-هرات لومړۍ برخې ۲۲ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د ساختمان او رغونې په برخه کې پانګونې ته چمتو دي او خپل لګښت به د کرښې له فعالیدو وروسته له لاسته راغلو عوايدو څخه بېرته ترلاسه کړي.