د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، چې د روان کال له جنورۍ څخه تر جون میاشتې پورې له پاکستان سره د یو میلیارد او ۸۲ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري شوې ده، د چارواکو په خبره د افغانستان د صادراتو برخه ۳۲۹ میلیونه ډالره ده. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د صادراتو کچه د تېرو شپږو میاشتو په پرتله ۳۱ سلنه کمه شوې ده. دغه راز واردات بیا په دې موده کې ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي.