د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي) په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې يې د سېلابونو د مخنيوي او زرګونه هېکتاره ځمکې د خړوبولو لپاره کانالونه او محافظوي دېوالونه جوړ کړي دي. دا سازمان وايي، چې افغانستان د اقلیم د بحران په ځانګړې توګه د سېلابونو پر وړاندې یو له خورا زیان منونکو هېوادونو څخه دی. له ماشومانو سره د مرستې نړیوال صندوق یونېسف خبر ورکړی، چې په افغانستان، بنګلهدېش، هند او نیپال کې وروستیو بارانونو او سېلونو د شاوخوا شپږ میلیون ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی. د ملګروملتونو دې ادارې پهدې هېوادونو کې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د سمدستي اقداماتو غوښتنه کړې ده.