د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو په کابل کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو او حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې تېر کال هېواد کې ۱۰۰ تولیدي کارخونو فعالیت پیل کړی. د مسوولینو په وینا؛ یاده موده کې شاوخوا ۱۰۰۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو ته جوازونه هم وېشل شوي او او ۶۵۰ شرکتونو ته تعرفې ورکړل شوې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ویلي، چې په دې موده کې ۲۳ زره جوازونه تجدید، تمدید او اصلاح شوي او د ځان بیساینې کچه له ۴۸ قلمو څخه ۱۳۳هغو ته لوړه شوې.