د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د نخي او پشمي دوو تولیدي کارخونو پر فعاليت پيل کړی دی. په یاد ولایت کې د نخي نساجي فابريکې مسوولین وایي، چې د تېرې یوې نیمې مياشتې را پدېخوا یې فعاليت پيل کړی، د دوی په خبره اوس مهال د ۴۰۰ ماشينونو په فعاليت سره د پنبې څخه عامي روغتيا وزارت ته روغتيايي توکي او هم دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او استخباراتو عمومي رياست ته د نظامي جامو ټوکران توليدوي. د یادې فابریکې مسوولین وایي،که نور وزارتونه او ادارې ورسره قراردادونه وکړي نو پاتې ۲۶۰۰ نور ماشينونه به هم په فعاليت پيل وکړي او ورسره به شاوخوا۱۲ زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.