د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بې پولې ډاکټرانو له ټولنې څخه د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي او د ناروغانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د مالوماتو له مخې د سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور دا غوښتنه د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د پروګرامونو له مشرې چیکا سویفوجي او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې وکړه. مېرمن چیکا په افغانستان کې د ۸ روغتیايي پروژو په اړه هم مالومات ورکړل چې دا مهال د بېپولې ډاکټرانو ټولنې لهخوا په افغانستان کې روانې دي. دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې ګڼ کسان د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته ځي او شکایت لري چې لا هم په افغانستان کې د معیاري درملنې اسانتیاوې نهدي برابرې شوې