د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، که څه هم بودجه یې کمه ده؛ خو بیا هم هڅه کوي څو د افغانستان د اقتصاد، پوهنې او انرژۍ د پراختیا لپاره مرستې برابرې کړي. د افغانستان لپاره د یاد پروګرام مرستیاله زیاتوي، تر دې مهاله یې د زرغونو خونو جوړولو، له یو کلینیک سره د طبي مرستو، د متشبثو ښځو د ملاتړ او د یو پله جوړولو په برخو کې ځينې پروژې عملي کړې دي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام مرستیاله، ډویل موکرجي وایي، چې په راتلونکو څو کلونو کې به د دوی ډېرې پروژې له خصوصي سکټوره پر ملاتړ، بانکوالۍ او له ښځو پر ملاتړ ور ټولې وي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې دغه سازمان ویلي و چې په افغانستان کې یې د ښځو په مشرۍ له ۷۵ زره کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کړی او دغه راز ۹۰۰زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.