په فاریاب ولایت کې د مالګې د ۳ کانونو د استخراج چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د یادو کانونو قرار داد د ۲۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د پنځلس کلونو لپاره یو خصوصي شرکت ته ورکړل شوی دی. د مالوماتو له مخې قراردادي شرکت به د کاري فرصتونو رامنځته کولو، سړک جوړولو او ټولنیزو امکاناتو سربېره د مالګې پروسیس فابریکې هم جوړه کړي. چارواکي وایي، چې د میمنې، درزاب او اندخوی د مالګې کانونو د استخراج چارې د فاریاب په قرمقول ولسوالۍ کې پیل شوې. د دې پروژو ټولیز مساحت ۱۴ کیلومتره مربع دی او له دغو کانونو به په ورځني ډول دوه زره او ۵۰۰ ټنه مالګه استخراج شي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي هېواد کې په ناقانونه ډول د کانونو د استخراج مخه نیول شوې ده او په دې برخه کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده.